IQNA

 په ملګروملتو کې د صهیونیسټ رژيم په ضد نوي پریکړه لیکونه تصویب شول

16:38 - November 10, 2021
د خبر لمبر: 3484939
تهران (ایکنا) –د ملګروملتو دعمومی اسبملۍڅلورمې کمیټې پرون ماښام د تیریګر صهیونیسټي رژيم په ضد شپږ پریکړه لیکونه تصویب کړل .

ایکنا خبری آژانس د القدس العربی له قوله راپور راکړ ، دغه پریکړه لیکونه  د فلسطین  دمظلوم ولس د حقوقو په خلاف ورزۍ   او د ښاریزو په تیره بیا د غزې تړانګې  داوسیدونکو په ضد  په منظم شوو دباؤنو او زور  سره  په اقداماتو باندې  چې  عام خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي منظم شوي دي  او دغه راز  ئې په ختیځ بیت المقدس  او نیواکي جولان  پشمول  په نیواکي ټاټوبو کې  په  ښارګوټو کې  ئې چې  ځیني اقدامات او جنایتونه کړي دي ، هم محکوم شوي دي .  

په دغو پریکړه لیکونو کې همداراز دغزې سمندري ، هوائي او مځکني کلابندي،  دکورونو ورانول  او د فلسطینیانو په خپل سر  د نیونو او زنداني کولو اقدامات محکوم کړ ي او  خپلو کورونو ته د فلسطینیو کډوالو پر ستنیدا ئې ټينګار کړ ی دی .

په یوه بل پریکړه لیک چې  هم د فلسطنییو کډوالو ډیرو بوږنونکو ټولنیزو او اقتصادي حالاتو ته په اشارې سره  د ملګروملتو مرستندویه ادارې (آنروا)، درستو هیوادونو ، له تخصصي ادارو  او غیر حکومتي اورګانونو څخه غوښتي  دي ، د فلسطینیو کډوالو سره  په مرسته رسونې کې  د آنروا د اقداماتو ملاتړ وکړي .

https://iqna.ir/fa/news/4012101

captcha